Malgaree Pukhtana ملګری پښتانه Forum Index Malgaree Pukhtana ملګری پښتانه
Musafar.com
 
 FAQFAQ   SearchSearch   MemberlistMemberlist   UsergroupsUsergroups   RegisterRegister 
 ProfileProfile   Log in to check your private messagesLog in to check your private messages   Log inLog in 

pa islam key tsa tawan dey????

 
Post new topic   Reply to topic    Malgaree Pukhtana ملګری پښتانه Forum Index -> Islam!
View previous topic :: View next topic  
Author Message
Feroz
Senior Member


Joined: 26 Jun 2007
Posts: 328
Location: M E

PostPosted: Thu Oct 23, 2008 6:10 pm    Post subject: pa islam key tsa tawan dey???? Reply with quote

بے مذهبه پښتانه په اسلام ملنډې ولې وهي؟
پښتانه بے دينه کله شول؟؟

--------------------------------------------------------------------------------
مونږ کله کله اورو ،چې پښتانه من حيث قوم ټول مسلمانان دي او دوئي په يو ځائي سلام قبول کړئ دے.مونږ ډير په فخر سره د دې دعوې اعاده او تکرار هر ځائئ کښې بار بار کوو، خو متاسفانه زمونږ دا دعوي صحيح نه ده .

د پښتنو اکثريت به مسلمانان وي خو سل په سله نه دي ..اول مونږ ته معلوم نه وو ځکه چې زريعه ابلاغ نه وه.
او د سخت ګيرو اسلام پالو نه دغه مرتتدين ډاريدل هم ځکه چي پښتانه خو په هر کار کښې متشددين دي،په مينه کښې هم او په نفرت کښې هم..
کله چي راپاسي نو چي نو په خپل طبعيت داسې کار کوي چې تر څو چې ئې هغه کار د خښولې شوې طريقې په دوه چنده نه وي کړے.نو زړه يې په نه سړيږي
اوس چې هر څه په انټرنيټ هم راغلو او ډار يې هم ورک شو نو د مرتدينو ابلاغ هم په شدت سره رامنځ ته شوه. او په سپينه ورځ هم زما پښتون ورور چي د اسلام کوم سپکاوئ کوي هغه ما په خپل ژوند کښې چيرته د بل کوم غير مسلم له خلې يا لاسونو نه سرزد شوې نه دې ليدلې.
زه چې نن د پښتنو د اسلام پر ضد کووم تبليغات ووينم نو ډير خفه شم.
زه وائيم چې اخير دوئي زمونږ د عقيدو سره ولې پر ضد دي؟؟
که دوئي دا ګڼي چې ګنې چيرته مذهب نيشته نو خير دے دوئي د پخپله غير مذهبه اوسي او نه د الله مني نه رسول او نه اخيرت خو د نورو عقيدو پورې ملنډې ولې وهي؟
زه وائيم چې که يو پښتون د اسلام د دائرې نه وتل غواړي سل ځلې د لاړ شي،او الله پاک د ورته بيا د اسلام لاره مه ښائي ځکه چې مرتد د پاره په اسلام کښې بيا دخول هم نيشته خو زمونږ د مذهب سپکاوئ ولې کوي.؟؟؟


ما اوس اوس ديو پښتو سائټ يوه مذاکره ولوسته چې دوه ماشومانې پښتڼې خوئيندې د اسلام د دفاع د پاره راوتلې دي او غټ غټ بې دينه پښتا نه په هغوئي لکه د شرمخانو حملې کوي..
د سائټ ايډمن او نور چارواکي هم ورته تش ګوري ځکه چې اسلام د هغوئي هم خوښ نه دے خو دغه کسانو ته هيڅ نه وائي څوک چې په سپينه ورځ د اسلام توهين کوي.

يو کس بلا تشبيه پيغمبر ته کيو ګريجوائيټ وائي.
بل وائي چې د پښتنو په ترقئ کښې د ټولو نه لوئي خنډ اسلام دے.
زه وائي چې د لږ ساعت د پاره که مونږ د دوئي دا خبره ومنو چې اسلام يا دا نور مذهبونه انساني جوړ شوې دي او دا اسماني نه دي نوزما پوښتنه دا ده چې ايا هغه کوم تاوان دے چې په اسلامي عقيده کښې پښتنو ته ورپيښ دے؟

نو خو اسلام لکه د نوروانساني جوړ نظام يا مذهبونو غوندې جبري ټيکس په چا لګولې دے.نه يې په چا په زور څه مشقت ايښې دے ،او که دا کوم اسلامي عمليات مونږ کوو نو په دغه کښې سراسر زمونږ د ژوند د پاره ښيګړې دي.که بدني عبادات کوو نو
د صحت او جسم د پاره يو قسم ورزش،د وخت پابندي او په ژوند کښي د اعتدال عادتونه راوستل دي.که چا له زکواته يا بل څه خيرات ورکوو نو په دې د خلقو خدمت کيږي ضرورتونه پوره کيږي او په معاشره کښې امن او ورورلولې جوړيږي.
د غريبو په ذهنونو کښې د جرائيمواو بغاوت د پاره په تناؤ کښې کمې رادرومي..نو اخير تاوان مو څه دے؟؟
خدائي تعالي د زمونږ په زړونو او ذهنونو کښې د مينې محبت ماده پيدا کړي او د هيڅ يو مذهب د سپکاوې او بد رد وئيلو توان دې کله هم نه راولي.
امين.

_________________
ستا د سترګو بلا واخلم ناز په ما که
Back to top
View user's profile Send private message Yahoo Messenger MSN Messenger
Display posts from previous:   
Post new topic   Reply to topic    Malgaree Pukhtana ملګری پښتانه Forum Index -> Islam! All times are GMT
Page 1 of 1

 
Jump to:  
You cannot post new topics in this forum
You cannot reply to topics in this forum
You cannot edit your posts in this forum
You cannot delete your posts in this forum
You cannot vote in polls in this forum


Powered by phpBB © 2001, 2005 phpBB Group